دا زما زړۀ ، که تصویر دَ لاله زار دے
راتــیر شــوے دَ خالونو په بازار دے
خبرلوسې خاموشۍ ته ئې حیران یم
لکه ګل په خوب اودۀ دے که بیدار دے
زۀ باران دَ کاڼــــو هــم وژلے نـــه وؤم
چې پرې مړ شوم دا دَ چا دَ ګل ګذار دے
ستا جبین او په جبین دَ زلــفو لوبې
ستا په مخ کښې چرته دام دے چرته دار دے
دِلبري کوي هغه دِلداري نه کړي
هغه ښکلے دے دَ چا چې فام ته دار دے
دا ګلونه چې غوړیږي او دوړیږي
دا بهار دَ چا د پــارۀ بې قرار دے
دَ بوسې تصور هم پرې نه ځائیږي
لکه ګل دَ خپل ښائیست په اوګو بار دے
روغ دَ داسې تماشو کله جوګه دي
محبت دَ لیونو خلکو روزګار دے
مونږه خو تل دَ زړۀ په ورکه پسې ګرځو
بختور دے چې پخپل زړۀ ئې اختیار دے
چې دې یو ارمان هم پاتې په زړۀ نه کړې
ښه مې لوبې په زړۀ اوکړۀ نن دې وار دے
دا چې ستا دَ زلفو سورے رانه غواړي
زړۀ مې سَوے ستا دَ شونډو په انګار دے
چې دَ تندر پریوتو ویره مې اخلي
دا دې څه تندر په سترګو کښې حصار دے
هغه شړنګ ستا دَ بنګړو مودې شوې تیرې
په غوَږونو کښې مې اوس هم شړنګهار دے
ما دَ خپل غزل په زړۀ کښې دے ساتلے
ستا تصویر نه دے زما دَ زړۀ تاجدار دے
ستا دَ درد دولت ئې ډیر دے جمع کړے
سائل هغه خوار سائل نه دے مالدار دے