https://template.vuinsider.com/

Table of Content

المشاركات

د ژوند سفرسفر کتاب دمخکتنې دستوره مصور قريشى

 




د ژوند سفرسفر کتاب دمخکتنې دستوره
مصور قريشى
د ډيرې مودې راهسې په قطر کښې ميشته د پښتو او اردو ژبو لیکوال او شاعر د نوي چاپ شوي کتاب "ژوند سفر سفر" (اټو بائيوګرافي) د مخکتنې دستوره د باړې ادبی ليکونکي لخوا د پېښور په رینګ روډ باندې د واپډا په اقبال لیبر هال کښې ترسره شوه. د مشاعرې صدارت د پښتو ژبې نامتو شاعر، محقق او لیکوال ښاغلي ډاکټر یارمحمد مغموم صېب په غاړه ؤ.
د ريډيو پاكستان پېښور كوهاټ او آزاد كشمير پخوانے سټېشن ډايريكټر ښاغلے رشيد احمد صېب د دستورې خصوصى ميلمه ؤ نورو معززو مېلمنو کښې د نوښار فرهاد محمد غالب ترین، پروفېسر ډاکټر محمد اسلم تاثیر، په سعودي عرب کښې د پاکستان پخوانے سفیر میا منظور الحق او د تنظیم پخوانے صدر فضل مومند هم په سټيج موجود وو.
دې پروګرام ته د سوات، جمرود، نوښار او پېښور نه نامتو لیکوالان او شاعران راغلي وو. د غونډې مشري د دې ادارې موجوده مشر پروفیسر ډاکټر محمد زبیر حسرت کوله. دې نه علاوه جنرل سيکرټري اياز آفريدي او پريس سيکرټري فياض علي فياض هم په منتظمينو کښې شامل وو. د پروګرام شروع د ښاغلي حساس یوسفزى له خوا د قران کریم په تلاوت سره وشوه.
د قران عظیم الشان د مبارکو ایتونو له تلاوت وروسته د غونډې مشر او نورو معززو مېلمنو د کتاب مخکتنه وکړه. ورپسې د کتاب لیکوال او د دې ادارې سرپرست فیروز خان اپریدي ته روايتي پګړۍ په سر کړے شوه. پخوانى صدر فضل مومند ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووئيلو او په کتاب لومړی مقاله ئې هم ولوستله. چې پکښې د کتاب د ليکوال په بهر ملک کښې د تيرشوى ژوند اؤ د خپل د مسافرۍ ژوند موازنه يې وکړه.
دې نه پس د دويمې مقالې لپاره پروفېسر ډاکټر اسلم تاثیر افریدي راوغوښتل شو. له دې وروسته حساس يوسفزي نظم ووئيلو او فيروز افريدي ته يې پيرزوئنې وړاندې کړې. پروفيسر اسیر منګل په بهرملکونو کښې د ادبى تنظيمونو په خاص توګه ذکر وکړو اؤ د د کتاب د ليکوال د مصروف ژوند اؤ ادبى خدماتو په حواله ئې څو د سترګو ليدلي واقعات بيان کړل. مراد علي شاه مراد باچا د فیروز افریدي د ټولو کتابونو یادونه وکړه. او وخت په وخت یې د لیکوالو او شاعرانو د مالي مرستو ستاینه وکړه.
سعودى عرب کښې د پاکستان پخواني سفير منظور الحق په خليج کښې د څلور ميليونه پاکستانيانو يادونه وکړه او د هغوى په مسايلو يې خبرې وکړې.
نامتو شاعر او لیکوال اطلس ګل اطلس منظومې پيرزوئنې وړاندې کړې. په کتاب بنيادي مقاله د انکم ټيکس افسر سید امین الحسن خويشکي وړاندې کړه اؤ دا کتاب يې د پښتو ادب د تاريخ يو غوره کتاب وګرځولو.
ښاغلي بیوس افریدي په خپلو خبرو کښې فيروزافريدي د خپلو اړيکو په حواله خبرې اترې وکړې اؤ په کامياب پروګرام ئې منتظمينو ته مبارکي ورکړه.
مشرميلمه رشيد احمد صيب د کتاب په مندرجاتو خبرې وکړې اؤ دا ئې يوه ښۀ هڅه وګرځوله. رشيد احمد صيب ووئيل چې په ذکر شوى کتاب کښې ليکوال د ايماندارۍ نه کار اخستے دے اؤ دخپل ځان نه علاوه ئې په بهرملکونو کښې دميشته پښتنو دژوند مکمله خلاصه په کتاب کښې بيان کړيده.
اخره کښې د صدرمحفل پروفيسر ډاکتر يارمحمدمغموم د اټو بائيوګرافي د پيژندګلو په حقله ووئيل چې په دې ډول لیکنه کښې تر ډېره د لوستونکي لېوالتیا په نظر کښې نیول کېږي، په داسې حال کښې چې په ذکر شوى کتاب کې لیکوال د خپلې سیمې او قبیلې په اړه ډېر څه ویلي دي،چې په لوستونکي بوج جوړيدے شى. ليکوال ته پکار وو چې د لوستونکو د دلچسپۍ په اړه ئې واقعات راوړاندې کړے وے. صدر محفل زیاته کړه، ښه خبره ده چې د نورو همکارانو د خړوبيانو اؤ خاميانو ذکر هم پکښې شويدے. له همدې امله، دا کتاب یو له غوره او بریالي نثري کتابونو څخه ګڼل کیدے شي.
د سوات څخه د پښتو او انګلیسي ژبې تکړه شاعر او لیکوال ښاغلي همایون مسعود په پروګرام کښې په خصوصى توګه ګډون کړے ؤ په ډاګه دې وى چې همايون مسعود د دې کتاب پروف ريډنګ ډير په ژور نظر کړے ؤ.
پروګرام کښې د ذکر شوو سره سره ګل محمد بېتاب، سلیم بنګش، بصیر بیدار ستوری، ابراهیم رومان، صاحبزاده نور الهي تیمور، وږمې اورکزۍ، پروفيسر ډاکټر فقیر محمد فقیر، رحیم خان، حساس یوسفزی، اجمل شاه صادق، پروفيسر اسیر منګل، فریدون خان، ډاکټر عالم يوسفزي. اسلام غني اورکزی، عبدالصمد کاموی، اطلس ګل اطلس، داود جان مومند، همراز اپریدی، بیدار اپریدی، زرګل ګل، بلال احمد، فراق اپریدی، عبدالقدوس حساس، محمد علی، فیض محمد فیضان، وصال احمد، روشن شاه قلمیار، صفدر علي صفدر، قاري شیرباز خان، سید سنان، کامران سحر، عبدالغفار غفار، ظهور اپریدی، وقاص ترین، انورالله انور، حاجي محمد، سید جاوید اقبال، اجمل صادق باچا، عبدالرحمن خلیل، نصرالله خادم، زرین خان، کاشف خان، قاری محمد نبی افریدی عقیل احمدزی. هم ګډون وکړو.
د کتاب ليکوال فيروز افريدي بهر ملک کښې د خپل ژوند زياتره برخه تيره کړيده ولې د مصروفياتو باوجود يې دخپلې ژبې خدمت جارى ساتلے دے اؤ دا حقيقت دے چې د نوموړى نوم به د پښتو ادب په خادمانو کښې تل ياد ساتلے شي.

إرسال تعليق

https://template.vuinsider.com