https://template.vuinsider.com/

Table of Content

المشاركات

د ښاغلي رشتين خټک شعري ټولګه " د خيال رڼا

 



 
(((( د ښاغلي رشتين خټک شعري ټولګه " د خيال رڼا " )))
ښاغلے رشتين خټک د پښتو ژبې ادب ياد او استاد شاعر،اديب ،محقق او نقاد د پښتو اکيډمۍ پخواني ډاريکټر پروفيسر ډاکټر راج ولي شاه خټک صيب ځوے لوستے پښتون دے په پاکستان فوځ د کرنل په عهده خپله وظيفه ترسره کوي " د خيال رڼا " د هغه شعري مجموعه ده چې وس وس د طباعت په کالو ښائسته شوه او منظر عام ته راغله د ښاغلي رشتين خټک دا شعري مجموعه صوري او معنوي حواله ښائسته او زړه راښکونکے ده مجلد کاغذ تک سپين دے . د لے آوټ ، ګټ آپ يي په زړه پورې دے او د معنوي ښکلا اندازه يي له دې لګيدې شي چې ياد او استاد محقق نقاد شاعر اديب پروفيسر حنيف خليل عرض خليل ښه د زړه مينه ليکلے دے. د کتاب په شروع کښې په انګريزۍ او پښتو ژبه ليکلي دي چې ددې کتاب خيالات زما ذاتي او خپله شاعري ده د ادارې هيڅ رنګه خيالات او پاليسي پکښې شامله نه ده. نومياله هنرمند ښاغلے شاکر زيب د ښاغلي رشتين خټک په شعري مجموعه لیکي " رشتين خټک که هرڅو د سرکاري ډيوټۍ له وجهې د شاعرانو اديبانو د ټولنو او نزديکت نه لرې پاتې شوے خو په داسې غيږه کښې يي تربيت شوے دے چې هغه په خپل ذات کښې يوه اکيډمي وه دلته خبره د ارواښاد پروفيسر ډاکټر راج ولي شاه خټک کوؤ چې د رشتين خټک پلار دے نو ځکه د رشتين خټک په شاعرۍ باندې د خپل پلار راج ولي شاه خټک رنګونه او فکرونه په لاشعوري توګه خواره ښکاري خو خپل فطري شعري رنګ يي هم ډير زړه راښکونکے دے د خيال رڼا شعري ټولګه زه يي په شعري ادب کښې غوره اضافه ګڼم " د ښاغلي شاکر زيب له دې خبرو سره د هر چا اختلاف او مرسته حق دے زه يي مرسته په دې کوم چې هغه به څه نه څه اثر پلار ضرور اخستې وي او هغه اثر دغه دے چې هغه يي په خپله مورنۍ ژبه شاعرۍ کولو ته اړ کړو پاتې شو د هغه خپل رنګ نو هغه به ضرور ځکه وي چې رشتين خټک يو لوستے شخصيت دے د هغه شاعرۍ بريښي چې ادبيات ، تاريخ فلسفه يي لوستې ده :
چې د ژوند ترجماني وي ښکلي دغه شاعري وي
چې مقصد پکښې څه نه وي شاعري هسې خواري وي
زړه بائلل دلته کښې ګټه يار بائلل تاوان تاوان دے
زړه ګټل اصل کښې ګټه نوره ټوله جواري ده
تخيل چې پرې رنګين وي د رشتين مزل فکري وي
تخليقي که تحقيقي وي سلسله دغه جاري ده
د ښاغلي رشتين خټک په دې شعري مجموعه ډاکټر آباسين يوسفزي هم د هغه پيژندګلو ليک کړے دے او ښاغلي نورالاسلام سنګر هم په فن جوته خبره کړے ده خو ډاکټر حنيف خليل سمه تحليل نفسي کړے او د رشتين خټک شخصيت يي د هغه د فن او فکر په رڼا کښې سنجولې دے او بازيافت کړے هم دے ډاکټر حنيف خليل د ښاغلي رشتين خټک په شعري مجموعه " د خيال رڼا " په خپله سريزه کښې ليکي :" د داخليت نه خارجيت په لور دغه سفر يا د رومانويت نه د مقصديت په لور دغه قدم يي په يو ځانګړي نظم "کاش" کښې لا زيات په څرګند ډول ليدلے شو. او چې د خارجيت ، مقصديت او کائناتي مشاهدې دغه ارتقائي سفر ئي نور په پراخ تناظر کښې ګورو نو خبره هم هغه کائناتي وسعتونو او سائنسي شعور ته رارسي تردې چې " د سائنسي نظم " د عنوان لاندې د زمان ،مکان حرکت، رڼا ، توانائي عمل ردعمل تردې چې د نيوټن د اضافيت نظري (Theory of Relativity) ته هم اشاره کوي د هر نظم مثالونه او نمونې وړاندې کول به زما دغه بحث د طوالت ښکار کړي ځکه ددغه متعلقه نظم وروستنو دوؤ مصرعو په ذريعه رامخې ته کوم"
د هر عمل رد عمل وي رښتيا
نيوټن پخوا په دغه رنګ وئيلي
څنګ چې ما مخکښې ووئيل چې ښاغلے رشتين لوستي انسان دے او بيا د لوے پلار غيږ کښې لوے شوے دے د هغه د قد آور شخصيت د علمي ادبي ونې لاندې لوے شوے او د شعور سترګې پرانستې وي نو که دې په شعوري توګه را څو ځان د هغه رنګ نه ځان راکاږي نو خو داسې ناممکنه ده نو ممکن هم ده خو وخت به اخلي. ښاغلے رشتين شخصيت دے نو دې خبرې اظهار يي په خپلو خبرو کښې کړے دے کوم چې يو فطري عمل دے. رشتين ليکي: " خو دا زما خوښ قسمتي ده چې ما خپل ماشومتوب د خپل پلار ډاکټر راج ولي شاه خټک په غيږه کښې تير کړې دے ډير څه مې ترې په لاشعوري طور ترلاسه کړي او ډير څه مې په وينه کښې جينېټکلي راغلي اګر د شاعرۍ شوق مې د وړوکوالي راسې وه خو په شعر کښې پختګي هله راغله کله چې زما بابا په کال 2015 کښې ددې دنيا سترګې پټې کړے او ما د هغه تصانيف کتابونه او ناچاپه ليک په غور سره اوکتو ځکه خو زما په شاعرۍ کښې به څه لږ ډير رنګ د خپل بابا ډاکټر راج ولي شاه وي " يقينناً چې وي به خو څومره څومره چې ستا مشق سخن زياتيږي دغه هومره به ستا انفراديت زياتيږي د ښاغلي رشتين په خبرو د نوي کول شاعرانو ته يو سبق د مطالعې دے څومره څومره چې لوسته زياته کوي دومره دومره د هغه په شعر کښې پوخوالے او سنجيدګي راځي ښاغلي رشتين ، رشتينه خبره د پلار د وفات نه روستو د هغه چاپ او ناچاپ کتابونه په غور ولوست نو زما په شاعرۍ کښې پختګي راپيدا شوه دادے نن هغه دومره اوږدې مودې روستو خپله شعري مجموعه چاپ کړه يقينناً د لوستو وړ ده په يو سل اووه دريش مخونو اړه د هغه په دې شعري مجموعه کښې غزلونه هم شته او نظمونه هم په دغه دواړو کښې داخليت ، رومانيت او مقصديت درې واړه شته رشتين د خپلې دې شعري مجموعې تړون د خپل بابا ډاکټر راج ولي شاه خټک په نوم کړے دے ورسره يي ليکلي دي :
"بابا هېر مې ګورې نه کړې
له ازله تر ابده
يادوه مې په دعا کښې "
زما په خيال که رښتين خټک خوش بخته دے چې ستر بابا ځوے دے نو بل ډاکټر راج ولي شاه خټک صيب خوش بخته دے د رشتين خټک په څير ادبي وارث خداے پاک ورکړے په پښتو ادب کښې به دوي تل يو بل له حرکت ورکوي څنګ چې خداے پاک وايي چې حرکت کښې برکت وي نو ددوي حرکت به پښتو ادب دپاره باعث د برکت وي.
اخستے شپې نه يم خو شپې راوستم
د زړه تېرو تر مېکدې راوستم
ما د ثواب په خاطر پرېښو ثواب
د خپل شعور عذاب تر دې راوستم" راج ولي شاه خټک"
په درناوي : اقبال حسين افکار

إرسال تعليق

https://template.vuinsider.com