https://template.vuinsider.com/

Table of Content

Posts

د خدائے بخښلي استاد فضل غني صېب کتاب

 


د خدائے بخښلي استاد فضل غني صېب کتاب ”خط چې لولې نو ورته ژاړه“ چاپ شو. دا کتاب د خپل نوعيت يو ځانګړے تصنيف دے. په بنيادي توګه دا د محترم استاد صېب د خطونو مجموعه ده خو د خطونو نه علاوه په کتاب کښې د هغوي اخباري بيانونه او په هغې کتابونو د استاد صېب ذاتي تاثرات شامل دي کوم چې هغوي په خپل ژوند کښې ترلاسه کړي وو او بيا ئې د خپلې لائبريرۍ برخه جوړ کړي وو.
په خطونو کښې د استاد صېب علمي او ادبي پوهه برېښي. په اخباري بيانونو کښې ئې د سياسي بصيرت ژورتيا موجوده ده او په کتابونو ئې چې کوم تاثرات وړاندې کړي دي د هغې نه د هغوي د کتاب سره بې کچه مينه څرګنديږي.
خدائے بخښلے استاد صېب د يو همه جهت شخصيت څښتن ؤ. د درس و تدريس سره ئې تعلق ؤ. په دغه محاذ ئې هم د خپلې شعبې سره کلک تړون لرو. د اساتذه د حقونو دپاره ئې د يو مشفق او پوهه مشر په حيث پرخلوصه منډې ترړې وهلې وې. په سياسي محاذ ئې د پښتنو د غوره بدلون دپاره د يو مبارز په حيث خپل صلاحيتونه پکار راوستي وو او د خپلې محکمې په چاپېرچل کښې ئې د يو نوموړي لارښود په توګه خپله پيژندګلو کړې وه. د هغوي د شخصيت دغه ګڼې خوبيانې او د فکر متنوع رنګونه د هغوي په دې کتاب کښې د نوي نسل دپاره د ليت لار کار ورکوي.
په کتاب کښې شامل د استاد صېب خطونه په دې لحاظ سره د غېرمعمولي اهميت وړ دي چې هغوي پکښې د خپل اولاد او نزدې رشتو په حقله، د دوستانو سره په مختلفو موضوعاتو مباحث او په داسې نورو ډېرو موضوعاتو د سوچ او فکر زاويې مخې ته راوستي دي چې د هغې نه د خوږو رشتو د ارزښت، د سابق رياستِ سوات، د پښتون خوا د روايتي سياست او د پاکستان د قامي سياسي هلو ځلو په اړه د ټولنيز ژوند په زړۀ پورې عکاسي کيږي.
د خدائے بخښلي استاد فضل غني دا خوش بختي ده چې هغوي له خدائے پاک د بخت اکبر غني زئ غوندې پوهه او زيرک ځوے ورکړے دے. هغۀ د خپل پلار دا ټول قيمتي آثار ډېر په هنر سره په کتابي ډول راوغونډ کړي او استاد صېب افکار ئې د علمي او ادبي تاريخ برخه جوړ کړې دي. د دې کتاب تحقيق، ترتيب او تدوين هم بخت اکبر کړے دے. هغوي د مرتب په حيث په کتاب کښې د مکتوب نګارۍ په حوالې سره پوره څېړنه کړې ده او په پښتو کښې د ليک ليکني د روايت نه واخله د نورو ژبو د نامتو اديبانو د خطونو سره د مذهبي خطونو په حوالې ئې يوه ګرانقدره تاريخي خلاصه وړاندې کړې ده. چې هغه د دې کتاب يوه جدا علمي، ادبي او معلوماتي برخه ده.
”خط چې لولې نو ورته ژاړه“ په پښتو ژبه کښې يوه ښکلې علمي او ادبي اضافه ده. بايد چې دا کتاب په پښتو ژبه او ادب مئين هر طالب علم ولولي او د دې نه پوهه او رڼا واخلي.
کتاب ډېر په ښائسته ډول شعيب سنز پبلشرز چاپ کړے دے او د مکتبه غني زئ بره بانډۍ سوات پښتونخوا نه خپور شوے دے.دا کتاب په مينګوره کښې د شعيب سنز بک سيلرز، په پېښور کښې د يونيورسټي بک ايجنسي خېبر بازار، کتاب کور انعام پلازہ يونيورسټي روډ او په اسلام آباد کښې د سعيد بک بينک جناح سپر مارکېټ نه ترلاسه کېدے شي.

Post a Comment

https://template.vuinsider.com